Ads 468x60px

Wednesday، November 04، 2009

هلمندراډيوتلويزيون پرانستل سو

په هلمندكي دملي ټلويزيون خپروني له شپږوساعتونوڅخه اوولسوساعتونوته وغزېدې اوپه همدي وخت كي دهلمندراډيوتلويزيون نوي جوړي سوي سټډيوګاني اوخوني دپټۍ په پرې كولوسره ګټي اخيستني ته وسپارل سوې.


احمدنويدنظري


دپنجشنبې په ورځ په هلمندكي دافغانستان دملي ټلويزيون خپروني له شپږوساعتونوڅخه اوولسوساعتونوته پداسي حال وغزېدې چي پدې وياړمراسموكي هلمندوالي محمدګلاب منګل اويوشميرنورودولتي مسئولينوبرخه لرله.


هلمندوالي چي سهارخوايي دغه تلويزيوني نشرات په خپل لاس پيلول وويل چي دابه دهلمنددخلكولپاره يوه ښه خبره وي ترڅوټوله ورځ دسهارله اووبجونه دشپي تردوولسوبجودملي تلويزيون خپروني دهلمندتلويزيون له لاري وګوري اوله خپرونوڅخه يي ګته واخلي.


تردې مخكي هلمندتلويزيون دورځي شپږساعته خپروني درلودې چي څلورساعته يي دملي ټلويزيون اودوه ساعته ييخپلي توليدي خپروني نشرته سپارلې.
خواوس هلمندراډيوهم په خپلوڅوارلس ساعته خپرونوكي دوه ساعته دافغانستان ملي راډيوخپروني نشرته سپاري.




په همدي حال كي هلمندوالي محمدګلاب منګل اودنورودولتي چارواكودهلمندتلويزيون لپاره نوي سټيديوګاني اوخوني چي ديوه كال په بهيركي له سره جوړي سوي وې دپټۍ په پرې كولوسره ګتي اخيستني ته وسپارلې.

هلمندوالي وويل مخكي دتلويزيون كاركوونكوپه سختوحالاتوكي كاركاوه اوورته تخنيكي وسايل هم نه خواوس هلمندتلويزيون له هرهغه څه نه برخمن دى چي يوه رسنۍ ورته اړتيالري.
چي پدې سره ددې تلويزيون دكاركوونكووړتياهم زياته سوې اوډيري ښې خپروني توليدوي.